CRI Online

تبصره: د چين اقتصاد له ننګونو او ستونزو سره د مبارزې توان لري

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 20:04:40

د چين د شمېرنې ملي ادارې د سه شنبې په ورځ د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د هېواد د اقتصادي معلوماتو په خپرولو سره وويل، چې د چين اقتصاد په سالمه توګه روان دی او د اقتصادي ثبات او پرمختګ تمايل ساتل شوی. په داسې حال کې چې امريکا د سوداګريز اصطکاک د سختولو په هڅه کې ده او بهرني ناڅرګند عوامل د زياتوالي په حال کې دی، چين د اقتصاد په برخه کې آرامه رويه او پر ځان باور څرګند کړی.

موږ بايد لنډمهالي بدلونونو ته توجه و نه کړو، بلکې عمومي وضعيت او تمايل ته دې وګورو. که څه هم په جولای کې د چين ځيني اقتصادي شاخصونه د جون د شاخصونو په پرتله ټيټ شوي، خو د چين اقتصاد د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې په سالمه توګه روان و. د بېلګې په توګه، په لومړيو اوو مياشتو کې د هغو صنايعو د زياتوالي ارزښت او د خدمتي چارو توليدي شاخص په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۸ سلنه او ۷.۱ سلنه زيات شوی چې کلنی عايد يې تر شلو مليونو يوانو زيات دی، د هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر ۸ مليونه او ۶۷۰ زره تنه و چې له مخې يې د کلنی پلان ۷۹ سلنه برخه بشپړه شوې، د اوسېدونکو مصرفي بيه د تېر کال د همدې مودې په پرتله۲،۳ سلنه لوړه شوې چې لوړوالی يې سوکه دی.

اوسمهال د چين اقتصادي زياتوالی د نړۍ په عمده اقتصادي ځواکونو کې مخکښ دی او لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمخګ مهم اينجن بلل کيږي. که څه هم ځيني کسان په بد نيت د چين د اقتصادي ټيټوالي وړاندوينه کوي، خو د دوی اټکل د چين د اقتصادي پرمختګ په وړاندې درواغ او په ټوکې بدل شوی. د (( فورتون )) په نامه مجلې له خوا د تازه خپور شوي لست له مخې، د روان کال د ۵۰۰ پرمختللو نړيوالو تصديو په لست کې د چيني تصديو شمېر ۱۲۹ دی چې دا رقم په لومړي ځل تر امريکا مخکې دی. په نړۍ کې د چيني تصديو د سيالۍ د ځواک پياوړتيا ښيي چې په چين کې د عرضې اصلاحات اغېزمن دي.

چين به په مداومه توګه خپلې چارې ښې تر سره کړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون پر پياوړتيا به ټينګار وکړي، څو د ستونزو او ننګونو په وړاندې د پرمختګ توان لوړ کړي. د چين اقتصاد به د خنډونو او ستونزو پر وړاندې ځواکمن شي او له نړۍ سره به ګټې شريکې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای