د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فرانسې د عملياتو او د عامو حسابونو څانګې د اګست په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ګمرکاتو ادارې لږه موده مخکې د لي هاوري په ښار کې څه دپاسه يو ټن کوکاين نيول چې دغه اندازه د روان کال له پيل راهيسې تر ټولو زياته ده.
د خبر له مخې، د فرانسې پر ځايي وخت د اګست د ۱۲مې نيټې له شپې څخه تر ۱۳مې نيټې پورې د بي هاوري ښار د ګمرکاتو ادارې کارکوونکو په بندر کې د يو زر ۶۶ اعشاريه ۵ کيلوګرامو په اندازه کوکاين پيدا کړل چې په تور بازار کې يې ارزښت شاو خوا ۷۴ مليونه يورو دی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |