د ایران ولسمشر حسن روحانی د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه د کابینې په یوه غونډه کې وویل چې د خلیج سیمې ترانسپورتي امنیت باید د سیمې هیوادونو له خوا وساتل شي. هغه په دې سیمه کې د نورو هیوادونو له مداخلې سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل چې دا چې ځینی هیوادونه د فارس او عمان په خلیجونو کې اړوند ایتلافونه جوړوي، د سیمې د امنیت لپاره ګټور نه دی.
په دې وروستیو کې امریکا خپل ملګري هیوادونه هڅوي چې د خلیج سیمې د ترانسپورتي امنیت ساتونکي ایتلاف کې ګډون وکړي. ځینی څیړونکي په دې نظر دي چې امریکا له دې لارې پر ایران فشار اچوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |