د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د پلازمينې واشنګتن د کلومبيا په ځانګړې سيمه کې د فدرالي سيمې محکمې د اګست په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بلک واټه امنيتي شرکت پخوانی کارکوونکی نيکولاس سليتون چې دوولس کاله مخکې يې په عراق کې د عامو وګړيو د وژلو جرم درلود، په عمري بند محکم شو.
د ۲۰۰۷ کال په سپتمبر مياشت کې د امريکا د بلک واټه شرکت څو سوله ساتونکو د عراق په بغداد کې پر عامو وګړيو ډزې وکړې چې د دوو ماشومانو په شمول يې ۱۴ تنه بې ګنا عام وګړي ووژل او ۱۸تنه يې ټپيان کړل. دې پيښې په هغه وخت د ټولې نړۍ پام خپل کړ.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |