CRI Online

چين چې د ځوابي تدبيرونو په اړه څه وايي ، هغه به وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-15 19:44:42

د امريکا د سوداګريز استازي دفتر اعلان وکړ چې د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت به د چين پر صادراتي توليداتو ۱۰ سلنه ګمرکي ماليات زيات کړي، چين د اګست په ۱۵مه نېټه په دې اړه وويل چې لازم ځوابي تدبيرونه به ونيسي.

چين د مقابلې لپاره د تدبيرونو نيولو ته اړ شو. د امريکا کړنه په ارجنتاين او اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ملاقاتونو کې له تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه ښکاره سرغړونه ده. د يادو ګډو نظريو له مخې، چين او امريکا بايد د سلامشورو له لارې مسئلې حل کړي. خو امريکا يو ځل بيا د ګمرکي مالياتو لګولو ته مخه کړه او د مسئلې د حل له مناسب مدار څخه ووتله. که څه هم امريکا په دې وروستيو کې ويلي چې د چين پر صادراتي توليداتو به د ځينو ګمرکي مالياتو زياتوالی وځنډوي، خو که امريکا دغه تګلاره لغوه نه کړي، د چين ګټې به زيانمنې شي. نه دا مناسب عمل دی چې چين د ځوابي تدبيرونو د نيولو پريکړه کړې.

په سوداګريزه جګړه کې هيڅوک بريالی نه دی، د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک سختوالی د چين، امريکا او نړۍ لپاره ګټور نه دی. چين هيله لري چې د همکارۍ له لارې مسئلې حل کړي، خو چين پر اصولو ټينګار کوي او په کليدي چارو کې نه پخلاکيدونکی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای