د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د انتر سرويس انتلېجنس مطبوعاتي څانګې د اګست په ۱۵مه نېټه د يوې خبري رسنۍ له لارې خبر ورکړ چې د هند پوځ په همدې ورځ د کشمير د واقعي کنټرولوونکې کرښې په شاوخوا کې پر پاکستاني پوځيانو بريد وکړ او د دغه هېواد ۳ پاکستاني سرتېري يې ووژل.
د پاکستان د انتر سرويس انتلېجنس څرګنده کړه چې وروسته د پاکستاني پوځ په ځوابي بريد کې لږ تر لږه ۵ تنه هندي سرتېري ووژل، څو تنه نور ټپيان او د ياد هېواد څو پوځي ودانۍ يې ويجاړ کړې.
د هند خبري رسنيو په رپوټونو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه تصديق شوې او پاکستان يې تورن کړی چې د اوربند له شوي تړون څخه يې سرغړونې کړې او دغه اقدام يې غندلی، خو د ۵ تنو خپلو سرتېريو د وژل کېدو خبر يې رد کړی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |