CRI Online

په هانکانګ کې سوداګريز چاپيريال يوازې د زور زياتي د مخنيوي له لارې ښه کېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-16 16:57:14

د سين هوااژانس د اګست په ۱۵مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه تبصره خپره کړه چې په هانکانګ کې سوداګريز چاپيريال يوازې د زور زياتي د مخنيوي له لارې ښه کېدای شي چې پوره متن يې په دې ډول دی:

هانکانګ اوس په بيړنی حالت کې دی. د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې په واټونو کې د زور زياتي له امله رامنځته شوي لا ترينګلي حالات دغه ښار ته تاوانونه رسوي. د زور زياتي پيښو له امله هانکانګ په ډېرو خطرونو او انساني توفان کې ډوب دی. هانکانګ د ټولې نړۍ په اقتصاد کې د سيالۍ توان لرونکی دی، خو اوسله په يو شمېر بېړنيو خطرونو سره مخ دی. په هانکانګ کې غښتلی سوداګريز چاپيريال چې پخوا تل د ستاينې وړ و، د بد نيت لرونکو کسانو لخوا خرابېږي.

افراطګرو او زور زياتي تر سره کوونکو په دوو مياشتو کې هانکانګ ته سخت تاوانونه رسولي دي. په تيره يوه اونۍ کې د هانکانګ په بېلا بېلو ځايونو کې په بد نيت سره ورانوونکی فعاليتونه تر سره شوي دي. سخت دريځو مظارچيانو په زور زياتي سره د اوسپنيزو لارو او د سمندر په تل کې د تونل په لاره کې خنډونه جوړ کړي، د پوليسو پر ادارې يې بريد کړی، د پطرول بمونو په وسيله يې پر پوليسو بريد کړی او په وروستيو ورځو کې يې په پر له پسې ډول د هانکانګ د هوايي ډګر په عادي کارونو کې لاسوهنه کړې چې زيات شمېر پروانونه لغوه شوي او مسافرين په هوايي ډګر کې پاتي و، حتی مسافرين او يو خبريال يې وهلي دي. د زور زياتي سختې پيښې د حيرانۍ وړ دي چې په هانکانګ کې پخوانی امن او له مهربانی څخه ډک چاپيريال او د ټولې نړۍ د سيلانيانو او سوداګرو د خوښې وړ ښار يې پر يوه ډېر انديښنې وړ ښار بدل کړی.

د افراطي مظاهرهچيانو خطرناکې کړنې د قانون له اصولو څخه لېرې او وتلی کار دی او د زور زياتي ډکو جرمونو مرتکب شوي او د ترهګرۍ نښه رامنځته شوه. دغه سختې کړنې په هانکانګ کې د قانوني ادارې او ټولنيز نظام تر پښو لاندې شوی، په دغه ښار کې د ښاريانو او مسافرينو ژوند او مالي امنيت له ګواښونو سره مخ شوی او د هانکانګ نړيواله بڼه يې زيانمنو کړې. د اړوندې نړيوالې څانګې د ارزونې له مخې د زور زياتي د پر له پسې پيښو له امله په هانکانګ کې اقتصادي چارې په عادی ډول نشي تر سره کېدای او د هانکانګ پر امنيتي او سوداګريزې ودې يې بده اغيزه کړې. په هانکانګ کې د سيلانيزو چارو د دريو ټولنو د څارنې له مخې په دې وروستيو دوو مياشتو کې د سيلانۍ چارو کارکوونکو منځني عايدات اتيا سلنه کم شوي او د پرچون خرڅلاو چارې سختې زيانمنې شوې .

ښه سوداګريز چاپيريال د هانکانګ د پرمختګ مهم بنسټ دی او په پخوانيو لسو کلونو کې د نړيوال بانک لخوا د سوداګريز چاپيريال په راپور کې هانکانګ تل مخکني ځايونه نيولې. هانکانګ د ښې قانوني ادارې، د ترافيکي او پولي چارو د اسانتياوو، د ښو عامو خدماتو او د نړيوالو استعداد لرونکو کسانو په اتکا ښه شرايط درلودل. په هانګانګ کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د پانګوالو او سيلانيانو راجلبولو يو مهم لامل د ښه سوداګريز چاپيريال جوړول دي. دغه چاپيريال د هانکانګ لپاره داسې ستر اهميت لري چې لکه هوا او اوبه چې انسانان د ژوند لپاره ارزښت لري. د زور زياتي پر له پسې پيښې د هانکانګ سوداګريز چاپيريال خرابوي، د هانکانګ په هکله د نړيوالو باور کمزوری کوي.

هانکانګ وژغورئ! هانکانګ د دغې سيمې د خلکو د د نسل په نسل هلو ځلو وروسته ښه سمسور شوی او اجازه مه ورکوئ چې د کم شمېر افراطګرو د زور زياتي له امله خرابه نشي. ښکلی هانکانګ چې په ډېرو کلونو کې په جدې توګه ساتل شوی، بايد د افراطيانو لخوا ويجاړ نه شي. د زور زياتي او خړپړتيا مخه نيول د هانکانګ د ژغورلو لپاره بيړنۍ لاره ده او اوس بايد دغه ښکلی ښار وژغورل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای