CRI Online

کابل کې د واده پر مراسمو د بريد له امله ۶۳ کسان وژل او ۱۸۰ نور ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-18 19:31:41

 

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د اګست په ۱۸ مه نېټه د سينهوا خبري اژانس خبريال ته د دې خبر پخلی وکړ چې د اګست په ۱۷ مه نېټه د شپې په شاوخوا لسو بجو او څلوېښتو دقيقو د کابل ښار په لويديځ د واده مراسمو پر يو تالار د بمي بريد له امله ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپيان دي.

په دغه تالار کې د واده يو مراسم ترسره کېدل او ډېرو مېلمانو پکې ګډون کولو چې ياد بريد رامنځه شو.

تراوسه پورې هيڅ ډلې يا شخص د دې پېښې پړه نه ده منلې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای