د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه هئيت د اګست په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د پلازمېنې کابل په لوېديځه برخه کې د هغه ځانمرګي بريد غندنه وکړه چې د اګست د ۱۷مې نېټې په شپه رامنځته شو.
د افغان مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي او د ياد هئيت مسؤل تاداميچي ياماموتو په ياده اعلاميه کې پر عامو وګړيو پر بريدونو نيوکه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د امنيت د ساتنې تدبيرونه دې پياوړې شي او د دغه شان بريدونو طرحه کوونکو او بريدګرو ته دې سزا ورکول شي.
نوموړي وويل، م م به له افغانانو سره يو ځای د افغان سوله ييز جريان د پياوړتيا لپاره دواملرونکي کوښښونه وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |