د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افريقا د جنوبي برخو د پرمختګ ټولنې دوه ورځنۍ ۳۹مه سرمشريزه غونده د اګست په ۱۸مه نېټه د تانزانيا په دارالسلام کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه وشوه چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه دې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي، څو په ګډه د سيمه ييز امنيت په برخه کې ننګونه ليرې کړي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو مشران په دې نظر دي چې د سيمه ييز امنيت مسئله، په تېره بيا ترهګري او نړيوال جرمونه د دې سيمې د پرمختګ په لاره کې ډېر سخت خنډونه دي. مختلف هېوادونه دې په امنيتي برخه کې لا نژدې همکارۍ وکړي او ژر تر ژره دې په دې سيمه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ستراتيژي او عملي پلان طرحه کړي. بېلا بېل هېوادونه غواړي په سمندر کې له نړيوالو جرمونو، سمندري لوټماريو، د نشه يي توکو او وسلو له قاچاق سره د مقابلې لپاره لا ښې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |