د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ملي دفاع وزير سيرګي شويګو د اګست په ۱۸مه نېټه په مسکو کې وويل، چې روسيه غواړي د منځني واټن ويشتونکو توغنديو د مسئلې په اړه له امريکا سره خبرو اترو ته دوام ورکړي، خو هغه امريکا ته خبرداری ورکړ چې امريکا دې د خبرو اترو په برخه کې دروغ ونه وايي.
نوموړي وويل، د يادې مسئلې په اړه د روسيې دروازه لا هم خلاصه ده او روسيه پر هغه دريځ ټينګار کوي چې که امريکا په اروپا او اسيا او ارام سمندر سيمه کې نژدې او منځني واټن ويشتونکي توغندي ځای پر ځای نه کړي، نو روسيه به هم دغه شان توغندي ځای پر ځای نه کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |