CRI Online

د سينګاپور خبري رسني: دا بې ربطه او بې دليله ده چې په امريکا کې له اوپيويد او اپين څخه د ناوړه استفادې بحران ته د چين او امريکا ترمنځ له سوداګريزې مسئلې سره تړاو ورکول کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-19 16:13:13

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د سينګاپور د تنګي تايمز ورځپاڼې پخواني عمومي مدير ليسلي فنګ څو ورځې مخکې په دغه ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې نوم يې دی: د تعرفو، اوپيويد او اپين ترمنځ عجيبې اړيکې. په دغه مقاله کې دې ته اشاره شوې چې دا بې ربطه او بې دليله ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل هېواد کې له اوپيويد او اپين څخه د ناوړه استفادې بحران ته د دوو لويو اقتصادونو په توګه د چين او امريکا ترمنځ له سوداګريزې مسئلې سره تړاو ورکوي.

په دغه مقاله کې ليکل شوي، کله چې ټوله نړۍ دا نظر لري چې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو خبرو اترو نوی پړاو په عادي توګه روان دی، ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې شايد د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو اضافي تعرفې ولګوي. ټرمپ ويلي چې امريکا ته د فينتانيل په شمول د نشه يي توکو د ننوتلو د مخنيوي په برخه کې د چين لخوا د تدبيرونو نه نيول د تعرفو د زياتېدو له لاملونو څخه يو دی. رښتيا ده چې په امريکا کې د اوپيويد او اپين په شمول د نشه يي توکو څخه د ناوړه استفادې بحران د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز اصطکاک سبب ګرځي. دا بې دليله او عجيب عمل دی.

په دغه مقاله کې راغلي چې چين د فينتانيل مسئلې په برخه کې کافي کارونه تر سره کړي دي او کوي يې، نو پر چين د امريکا نيوکه بې بنسټه ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای