د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۸مه نېټه د APPLE شرکت له اجرائيوي مشر تيم کوک سره وکتل. کوک خبرداری ورکړ چې د تعرفو اضافه کول به د دې شرکت د سيالۍ توان کمزوری کړي او له سامسونګ شرکت سره به په سيالۍ کې زيان سره مخ شي.
د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه د چين له خوا پر توليد شويو APPLE ساعتونو ، AirPods او نورو لوازمو باندې به د وارداتو تعرفې ۱۰ سلنه لوړه شي، د دسمبر له ۱۵مې نېټې څخه به د چين له خوا جوړ شوو مهمو محصولاتو لکه iPad ، iPhone او نوټ بوک کمپيوټرونو تعرفې به هم ۱۰ سلنه لوړه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |