CRI Online

د (شين وين ليان بو) په نوم په چين کې يو ورځنی خبري پروګرام چې د خبرونو په اړه تر ټولو ډېر ليدل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-19 16:22:57

د (شين وين ليان بو) په نوم په چين کې يو ورځنی خبري پروګرام چې د خبرونو په اړه تر ټولو ډېر ليدل شوی دی، په تېرو څو ورځو کې د يو لړ په زړه پورې لنډو تبصرو په خپرولو سره زياتې پاملرنې او مينه وال راجلب کړي دي.

د (وې بو) په نوم انټرنيتي صحنه کې چې په چين کې د ټويټر په شان يوه ټولنيزه رسني ده، د يادو تبصرو د خپرولو له امله د چين د مرکزي ټلويزيون د مينه والو شمېر په سلو کې شپږويشت لوړ شوی دی چې دغه شمېر په تېرو شلو کلونو کې ډېر لوړ دی.

همدارنګه، د والسټريټ ورځپاڼه، د نيويارګ تايمز ورځپاڼه، بې بې سې، سې ان ان او فوکس په شمول مشهورې لويديځې رسنيۍ هم د (شين وين ليان بو) خبرونه خپروي. خو په يادو تبصرو کې د ځېنو په زړه پورې، مانا لرونکو او عصري کليمو او جملو د ژباړنې په بهير کې هغه ستونزې رامنځته شوې چې څنګه د بهرنيانو د لوستلو له دودونو سره سمون وخوري؟

مثلاً، يوه کليمه چې په چينايي ژبه کې (مان ځوې پاو هوه چه) وايي يعنې په خوله باندې اورګاډی تېرېږي. رښتينې مانا يې دا ده چې په باټو خبرې کوي او لاپې وايي.

https://mp.weixin.qq.com/s/C8n3jWlAePoOHn4HHnggcw

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای