CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې د حکومت لخوا د اقتصادي چارو له هڅونې څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-19 16:35:22

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې په هانکانګ کې د زورزياتي پر له پسې پېښې رامنځته شوې چې نه يوازې عادي ټولنيز نظم يې خراب کړی، پکې قوانين يې تر پښو لاندې کړي او د هانکانګ پر اقتصادي حالت يې نور منفي اغېزه کړې ده. په دې ورځو کې د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو په پر له پسې توګه خپل اوازونه اوچت کړل، له بېوزلو خلکو سره د مرستې په موخه يې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت له يو لړ تدبيرونو څخه خپل ملاتړ او په راتلونکي اکتوبر کې يې د حکومت د تګلارو د رپوټ په هيله مندي څرګنده کړه. دوی له هانکانګيانو څخه غوښتنه کړې چې خپلمنځی يووالی وساتي، زورزياتی رد کړي او ژر تر ژره سوله ييز او امن حالت اعاده کړي.

د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت په دې ورځو کې د يو لړ شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې د کورنيو او بهرنيو ستونزو له امله د هانکانګ GDP زياتوالی يوازې ۰.۵۵ سلنه و چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې تر ټولو کمزوری حالت بلل کېږي. د دغه سخت حالت پر وړاندې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د ماليې ادارې مشر ښاغلي چن ماو بو د ۱۹.۱ مليارډو هانکانګي ډالرو په لګولو سره د اقتصادي چارو د هڅونې يو لړ تدبيرونه اعلان کړل چې موخه يې له تصديو څخه ملاتړ کول، د استخدامي حالت ثابت ساتل او د ښاريانو پر وړاندې د ژوند بار کمول دي.

په هانکانګ کې د چين بانک فرعي شرکت د اقتصاد او تګلارې د څېړنيزو چارو مسؤل ښاغلي شيې ګوه ليانګ څرګنده کړه: د يادو مسلسلو تدبيرونو له ټاکل کېدو څخه څرګندېږي چې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د هانکانګ د اقتصادي حالت د سختوالي پر دليل ډېر ښه پوه شوی دی. حکومت به په راتلونکې کې په دوامداره توګه استخدامي حالت ثابت وساتي او له تصديو څخه به ملاتړ وکړي او پولي بازار ته به زياته پاملرنه وکړي څو چې د ممکنو خطرونو مخنيوی وکړي.

افراطګرو د مخ په سختېدونکو ويجاړونکو کړنو په تر سره کولو سره د هانکانګ قانوني ادارې، ټولنيز نظم، د ولسي خلکو عادي ژوند او په نړۍ کې د هانکانګ باور ته سخت زيانونه رسولي دي. د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو غوښتنه کړې چې اوسنۍ پرمختيايي ستونزې ليرې کړي، سم مدار ته اقتصادي چارې بېرته راوړي او ژر تر ژره له زورزياتي او بې ثباتۍ څخه ډک اوسنی حالت پای ته ورسوي.

د چين د ملي ولسي کانګرس هانکانګي استازي هونګ وی مين په دې اړه وويل چې د زورزياتي يو لړ پېښې د نژدې مودې لپاره د هانکانګ پر سيلانيزو چارو او رنګا رنګو سوداګريزو خبرو اترو منفي اغېزه لري، د اوږدې مودې لپاره که په نړيواله ټولنه کې هانکانګ پر يو ناامن ځای بدل شي، نو د نړيوال پولي مرکز او سوداګريز مرکز په توګه به د هانکانګ مقام ويجاړ کړي.

د هانکانګ د اقتصاد د څېړنيزې ټولنې سلاکاره مېرمن ليو پې چيونګ په دې نظر ده چې که اوسنی حالت لا نور هم ترينګلی شي، منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ به د سختو ستونزو له امله زيات شمېر کارکوونکي له دندو څخه ليرې کړي چې دا به له وروستيو ۱۰ کلونو راهيسې بې ساری وي.

د چين په لويه برخه کې چټک او دوامدار اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هانکانګ پرمختګ ته ستر خوځنده ځواک او لويه فضا برابروي. هانکانګ به د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لويې سيمې ابادۍ په شمول د زياتو ملي اقتصادي ستراتيژيو په پلې کېدو سره خپل لوړاوي او ښيګڼې څرګندې کړي او لا مهم رول به ولوبوي. په دغه پرمختيايي بهير کې د هانکانګ ځوانان د ځاني پرمختګ لا ستر ډګر موندلای شي او خپل وطن به سمسور کړي.

د هانکانګ د پولي ځوانانو ټولنې رئيس ښاغلي جانګ يونګ کانګ څرګنده کړه چې اوس مهال د هېواد له سترې برخې څخه د هانکانګي ځوانانو د ليدنې کتنې او روزلو فرصتونه ډېر شوي، خو د هېواد په ستره برخه کې د دغو ځوانانو پرمختيايي فرصتونه لا هم کم ښکاري. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت بايد د هېواد له نورو ځايي حکومتونو سره همکارۍ وکړي، په ملي پرمختګ کې د هانکانګي ځوانانو د شريکولو يو لړ هڅوونکي تدبيرونه بايد ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای