د ايران خبري رسنيو د خبر له مخې، د ايران خارجه وزارت د اګست په ۱۹مه نېټه څرګنده کړه چې اروپايي هېوادونو لا تر اوسه د ايران د ذروي مسئلې په شوي هراړخيز تړون کې خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي. نو ايران دې ته چمتو دی چې په ياد تړون کې خپلې دندې پر له پسې کمې پلې کړي.
د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس الموسوي په يوه خبري ناسته کې وويل چې تر اوسه پورې د ايران د ذروي تړون په اړه د اروپايي هېوادونو ترمنځ سلامشورې ناکامې شوې. ايران اوس د بېلا بېلو لوريو لخوا د دندو د تر سره کولو حالت په نظر کې نيولو سره د دې چمتوالی نيسي چې په درېيم پړاو کې خپلې دندې بيا کمې پلې کړي. له دې امله چې ځينې اروپايي هېوادونه لا هم په خپلو ديپلوماتيکو کوښښونو بوخت دي، نو ايران به د وروستۍ پايلې له مخې خپله پرېکړه وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |