د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د اګست په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا ولسمشر دونالډ ټروپ په همدې ورځ د هند له صدر اعظم نارندرا مودي سره د سيمه ييزو حالاتو په اړه تليفوني خبرې وکړې.
سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ټرمپ په تليفوني خبرو کې د هند او پاکستان ترمنځ د اوسنيو ترينګلو حالاتو د ارامولو او د سيمه ييزې سولې د ساتلو پر اهميت ټينګار وکړ. دواړو مشرانو پر دې هم بحث وکړ چې څنګه د دوه اړخيزې سوداګرۍ په هڅولو سره د امريکا او هند ترمنځ اقتصادي اړيکې پياوړې کړي.
ټرمپ په ۱۶مه نېټه د پاکستان له صدر اعظم عمران خان سره هم تليفوني خبرې وکړې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |