د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برېتانيا لومړي وزير بوريس جونسون د اګست په ۱۹مه نېټه اروپايي ټولنې ته يو پيغام واستاوه چې پکې يې له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو تړون په اړه د مذکراتو نوي شرايط وړاندې کړي دي. دا د برېتانيا د لومړي وزير په توګه د بوريس جونسون د ټاکل کېدو تر يوې مياشتې وروسته د نوموړي لومړی ځل دی چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه يې له يادې ټولنې سره اړيکې نيولې
جونسون په ياد پيغام کې وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو تړون په اړه د برېتانيا مخکنۍ ناخوښۍ په عمده توګه د شمالي ايرلند د سرحدي مسئلې په اړه دي. اړوندو ترتيباتو د برېتانيا ملي حاکميت ته زيان رسولی او غير ديموکرات و. په نوی تړون کې بايد دغه ترتيبات ليرې شي. نوموړي له برېتانيا او اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې چې ښايي د يوې انعطاف منونکې او نوښتي لايحې په پيدا کولو سره د شمالي ايرلند هغه سرحدي مسئله حل کړي چې له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو په اثر رامنځته شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |