CRI Online

په بهر کې د چيني اتباعو دغه عمل په بشپړ ډول مناسب دی چې د خپل هېواد د ويشلو د ديسو په اړه يې خپل قهر څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 10:21:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې په کانادا او استراليا کې د هانکانګ د لاريون کونکو پلويانو د هانکانګ د پوليسوله پلويانو سره نښتې وکړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې په بهر کې د چيني محصلينو په ګډون د چيني اتباعو دغه عمل په بشپړ ډول مناسب دی چې د خپل هېواد د ويشلو د ديسو په اړه يې خپل قهر څرګند کړ،دا معقول کار دی.

ګنګ شوانګ وويل ،موږ هيله لرو چې په بهر کې چيني اتباع وکولاى شي په معقول ډول د هېوادپالنې ليوالتيا څرګنده کړي او د خپل امنيت ساتنې ته پاملرنه وکړي. د چين حکومت تل په بهر کې له چيني اتباعو څخه غوښتنه کوي چې د سيمه ييزو قوانينو او مقرراتو اطاعت وکړي. په عين وخت کې موږ هيله لرو چې اړوند هېوادونه وکولی شي په بهر کې د چيني اتباعو قانوني فعاليتونو ته درناوی وکړي او د دوی حقه حقونه او ګټې خوندي وساتي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای