د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزارت د اګست په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دغه هېواد په ۱۸مه نېټه په کليفورنيا ايالت کې د يو عادي ځمکني کروز توغندي د توغولو ازموينه کړې. دا د منځني واټن بالستيک توغنديو له تړون څخه تر وتلو وروسته د امريکا لومړی همدا ډول ازموينه وه .
د دغې اعلاميې له مخې، دغه ازموينه د کليفورنيا ايالت پر ځايي وخت د ۱۸مې نېټې د ماسپښين په ۲ بجو او ۳۰ دقيقو د ياد ايالت په سن نيکولاس ټاپو کې تر سره شوه. دغه توغندی څه باندې ۵۰۰ کليومترو تر الوتلو وروسته پر ټاکلې موخې لګېدلی. د ازموينې اړوندې شمېرې به د امريکا لخوا د منځني واټن توغنديو په راتلونکې څېړنه کې وکارول شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |