د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د اګست په ۱۹مه نېټه د ليدنې کتنې لپاره ګان سو ولايت ته لاړ. شين جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين په دون هوانګ ښار کې ديوالي انځور لرونکو غارونو ته رسېدلی او د تاريخي اثارو د ساتنې، څېړنې او راتلونکي نسل ته د غوره تاريخي کلتور د په ميراث پاتې کېدو په اړه يې له يادې سيمې څخه ليدنه وکړه.
شي جين پينګ تر دې وروسته بيا د دون هوانګ څېړنيزې اکاډمۍ ته تللی، هلته يې د غوره تاريخي اثارو او څېړنيزو لاسته راوړنو ننداره وکتله او له اړوندو کارپوهانو، عالمانو او د کلتوري ارګان له استازيو سره يې خبرې وکړې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |