CRI Online

د سوداګرو په شمول د هانکانګ ټولنو د تاوتريخوالي پای ته رسېدو او د آرامۍ بېرته راوستو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 11:39:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوداګرو په شمول د هانکانګ يو شمېر ټولنو د اګست په ۱۹مه نېټه په ورځپاڼو کې د اعلاميو په خپرولو سره د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د حکومت او پوليسو څخه د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ملاتړ څرګند کړ او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په ګډه د ټولنې امنيت خوندي کړي.

د هانکانګ د چيو چو اتحاديې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اوس د هانکانګ اقتصاد په سخت ډول زيانمن شوی ،د افراطي زورزياتي کړنو له امله د ښاريانو او سيلانيانو شخصي خونديتوب له خطر سره مخامخ شوی او د خلکو پر ورځني ژوند يې جدي تاثير کړی. د اقتصاد اعاده کول او ژر تر ژره د ټولنيز نظم راوستل د هانکانګ اوسنی لومړۍ دنده ده. موږ په کلکه ملي حاکميت ساتو ،د يو هېواد او دوه نظامونو پر اصل ټينګار کوو او له قانون سره سم د هانکانګ حکومت د کارونو او د پوليسو ملاتړ کوو. د تاوتريخوالي پر وړاندې په ګډه هانکانګ خوندي کړو او زموږ د کور ساتنه وکړو.

د هانکانګ د تای پو او شمالي سيمې د ماشومانو د ښوونيزو ادارو مشرانو اتحاديې او د هانکانګ د وړکتون شورا په ګډون يو شمېر ټولنو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې په ناقانونه فعاليتونو کې برخه وانخلي او له تاوتريخوالي سره د مقابلې واحد خوا جوړ کړي ترڅو د نه جبرا بندونکي زيان مخنيوی وشي. په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې کيمپس د زده کړې او ښوونې باغ دی ، دا بايد د نفرت او ځورونې څخه لرې وساتل شي ، ښوونکي بايد د زده کونکو ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای