CRI Online

لي که چيانګ د ځينو ولايتونو د کار د ثابتې ګمارنې په اړه غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 11:43:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د اګست په ۱۹مه نېټه د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې د ځينو ولايتونو د کار ثابتې ګمارنې په اړه د غونډې مشري وکړه. په غونډه کې د ثابت استخدام لپاره د تګلارو او تدبيرونو په اړه څېړنه وشوه.

لي که چيانګ په ياده غونډه کې د هې لونګ جيانګ، هه بې، شان دونګ، هو نان او شان شي ولايتونو د مسؤلينو ويناوې واورېدلې. هغه وويل چې چين په روان کال کې خپلواقتصادي عملياتو ته په دوامداره او ثابته توګه ته دوام ورکړی. د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې په ښارونو او ښارګوټو کې ۸ مليونه ۶۷۰ زره تنه استخدام شوي. په چين کې هر کال شاوخوا ۱۵ مليونه نوي کسان اضافه کېږي چې په ښارونو او ښارګوټو کې کار کولو ته اړتيا لري. بر سېره پر دې، موږ بايد د ۳ مليونه کرهنيزو اضافي کارګرانو پر استخدام باندې غور وکړو او بايد ثابته کارموندنه په يو مهم مقام کې وساتو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای