CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير غواړي چې د هراړخيز اټومي تړون په اړه خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 15:11:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چې له فنلند څخه پر ليدنې بوخت دی، د اګست په ۱۹مه نېټه په هلسينګي کې وويل چې ايران لاهم د هراړخيز اټومي تړون مراعات کوي او غواړي له اړوندو خواو سره خبرې اترې وکړي .

ظريف په همدې ورځ د فنلند د بهرنيو چارو له وزير پيکا هاويستو سره له کتنې وروسته وويل کله چې ايران په ۲۰۱۵ کال کې ياد تړون لاسليک کړ ، نو د همکارۍ په هکله يې خپل رضايت څرګند کړ. حتی تر هغه وروسته امريکا په يو اړخيز ډول له دغه تړون څخه وتلې ، ايران لاهم دغه تړون پلی کړی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای