د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمأب صلاح الدین رباني:
د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت زه تاسو ته تودې مبارکۍ وایم. چین او افغانستان دودیز دوست ګاونډیان دي. په دې وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو همکاریو دوستانه اړیکو په پرله پسي توګه پرمختګ کړی دی. زه غواړم چې له تاسو سره یو ځای د خپلمنځي اړیکو د لانور پرمختګ لپاره د دواړو هیوادونو د مشرانو کړې موافقې په جدي توګه پلې کړو. چین غواړي په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې او جوړجاړي په پروسه کې ابادوونکی رول ته دوام ورکړي.
ستاسو د هیواد سمسورتیا او د خلکو نیکمرغۍ په هیله!
ستاسو د ښې روغتیا او د کارونو بریالیتوبونو په هیله!
د چین د ولسي جمهوریت د دولتي شورا غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د ۲۰۱۹ کال د اګېست ۱۹مه نیټه بېجینګ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |