CRI Online

چين د منځني ختيځ د سولې او امنيت په باب خپل دريځ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-21 09:44:41

د چين د راډيو او ټلېويزيون عمومي شټيشن د خبر له مخې، د منځني ختيځ د سولې او امنيت پر وړاندې د ننګونو په موخه د امنيت شورا عالي رتبه غونډه د اګيست په شلمه نېټه تر سره شوه. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دې غونډه کې ګډون وکړ او په دې اړه يې خپل دريځ څرګند کړ.

جانګ جون وويل، د منځني ختيځ سوله او امنيت نه يوازې د سيمه ييزو هېوادونو له بنسټيزو ګټو، بلکې د نړۍ له ثبات او پرمختګ سره اړه لري. چين تل د منځني ختيځ سولې او امنيت ته پاملرنه کړې او تل يې په عادلانه ډول او مثبت ډول د وحدت، همکارۍ او دوامدار پرمختګ پر بنسټ د نويو امنيتي اصولو او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښونه کړي او کوي به يې.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې دې سيمه ييزې مسئلې له سياسي لارې حل کړي، د منځګړيتوب په ساحه کې دې د م م د لارښونکي رول ملاتړ وکړي، د خبرو اترو هڅونه وکړي او د بېلا بېلو خواوو قانوني ګټې دې وساتي. برسيره پر دې، موږ بايد د اړوندو هېوادونو د حاکميت، خپلواکۍ، يووالي او د خاورو تماميت درناوی وکړو. چين په ټينګه له پوځي او بهرنيو لاسوهنو، د زور له سياست او عملياتو سره مخالفت کوي. د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې اصلي سرچينه ده. د فلسطينيانو د قانوني ګټو ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډه وظيفه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای