CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د روبوټ نړيواله غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-21 10:44:12

د ۲۰۱۹ کال د روبوټ نړيواله غونډه د اګست په ۲۰ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزير مياو وی په خپله وينا کې وويل چې چين کورني او بهرني شرکتونه او ارګانونه هڅوي چې د تبادلې او همکارۍ د بېلا بېل ډولونه ترسره کړي ، پرانيستی او همغږی نړيوال صنعتي چاپيريال جوړ کړي او په ګډه د روبوټ صنعت سالم او پر له پسې پرمختګ ته وده ورکړي.

د ۲۰۱۹ کال د روبوټ نړيواله غونډه د اګست له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوې. د روانې غونډې اصلي موضوع د ځيرکتيا نوي ايکولوژي او نوې دوره پرانيستل ده چې يو اصلي فورم او څو فرعي فورمونه لري. په عين وخت کې به د روبوټ نړيوال نندارتون او د روبوټ نړيوالې سيالۍ هم تر سره شي.د روانې مياشتې په شلمه نېټه د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د روبوټ د څېړنې د نړيوال صندوق مشر اسامه خطيب په خپلو خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو د روبوټ ټېکنالوژۍ او صنعتي پرمختګ لپاره ستر ګامونه پورته کړي. په نړۍ کې د روبوټ بازار په ثابته توګه وده کوي، روبوټونه به پراختيا ته دوام ورکړي ، لا زيات پوهاوی او د اجرا کولو وړتياوې به لاسته راوړي او انسانو ته به نږدې اړيکې لري او په ورځني ژوند باندې به اغېزه وکړي.

(اواز ۱)

په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ د روبوټ بازاري پيمانه ۳۰ ملياردو ډالرو ته رسېدلې ده. چين لاهم د صنعتي روبوټونو لپاره د نړۍ ترټولو لوی بازار دی.د چين د روبوټ ټېکنالوژۍ نوښت او همکارۍ بهير په پر له پسې توګه چټک شوی او د ساينسي نوښت او روبوټ صنعت په برخو کې مهم مقام نيسي.

له شمېرنې سره سم د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې د نړۍ د روبوټ بازاري پيمانه ۱۴ مليارده ډالرو ته رسېدلې او د چين د روبوټ بازاري پيمانه ۴ مليارد ۲۵۰ مليونه ډالرو ته رسېدلې. د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ ټولنې د ګوندي کميټې منشي هوای جين پنګ وويل چې اوس د روبوټ صنعت وده کوي ،ډېره د پام وړ اصلي ټېکنالوژي مخ په زياتېدو ده او نوي محصولات ډېر زيات شوي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د چين د صنعتي روبوټونو توليدي اندازه ۱۴۸ زره سيټونو ته رسېدلې چې د نړيوال توليد له ۳۸ سلنې څخه ډېر يې محاسبه کوي. د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزير مياو وی په ياده غونډه کې په خپله وينا کې وويل، که څه هم اوس د چين د روبوټ صنعت د پرمختګ په بهير کې د کليدي او اصلي ټېکنالوژۍ لا ډېر پرمختګ او د استعمال ډګرونو د نور هم پرمخېدو ته اړتيا لري. چين کورني او بهرني شرکتونه او ارګانونه هڅوي چې د تبادلې او همکارۍ بېلابېل ډولونه ترسره کړي.

(اواز ۲)

په اوس وخت کې چين د توليدي صنعت د لوړ کيفيت پراختيا هڅوي . د ځيرک توليدي صنعت چټک پرمختګ د توليدي صنعت د لوړ کيفيت پراختيا لپاره مهم لوري دی. موږ د هر چا هرکلی کوو چې د چين د روبوټ صنعت پرمختګ کې برخه واخلي ، کورني او بهرني شرکتونه او سازمانونه هڅوو چې د تبادلې او همکارۍ بېلابېل ډولونه ترسره کړي ، ازاد او همغږی نړيوال صنعتي چاپيريال رامنځته کړي او په ګډه د روبوټ نړيوال صنعت سالم او دوامداره پرمختګ ته وده ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای