د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د اګست په ۲۱مه نېټه څرګنده کړه، له دې امله چې د ډانمارک حکومت د ګرينلاند ټاپو د پلورلو نيت نه لري، نو هغه دغه هېواد ته خپل سفر وځنډاوه چې د ټاکلي پلان له مخې ښايي دغه سفر په راتلونکي سپتمبر کې تر سره شي.
ټرمپ په همدې شپه په ټويټر کې وويل، ځکه چې د ډانمارک لومړی وزير مېتي فرېدريکسن د ګرينلاند ټاپو د پلورلو په اړه له ده سره بحث نه غواړي، نو دی به د ډانمارک له لومړي وزير سره هغه ليدنه وځنډوي چې ټاکل شوې وه په راتلونکو دوو اوونيو کې به تر سره شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |