CRI Online

د امريکا ځيني کسان به د هانکانګ په اړه د خپلو بې اساسه خبرو له امله يوازې ځانونو ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-21 21:02:39

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د سنا جرګې مشرې نانسي پلوسي او غړي سناتور مارکو روبيو وويل، چې دوی به د پارلمان د کار له بيا پيل وروسته هڅه وکړي چې (( د هانکانګ بشري حقوق او ديموکراتيک قانون )) په اړه بحث وکړي او تصويب کړي. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېسيون د قانوني چارو کميټې د اګست په ۲۱مه نېټه په دې اړه وويل، چې موږ د چين په کورنيو چارو کې له داسې لاسوهنه سره کلک مخالفت کوو، د امريکا د پارلمان د اړوندو سناتورانو د بې اساسه او بې مسئوليته خبرې د هانکانګ د زورچلوونکو د غير قانوني کړنو څخه ملاتړ دی. ياد سناتوران غواړي د هانکانګ د مسئلې له لارې اوسي وضعيت لا خړپړ کړي او له چين سره په دې ډول مقابله وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای