CRI Online

د چين د دولتي شورا په يوه نوبتي غونډه کې د زړو کسانو د پالنې په برخه کې مصرف هڅول شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 10:50:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې په چين کې له ۶۰ کلنۍ نه د لوړ عمر لرونکو کسانو عمومي شمېر کابو ۲۵۰ مليونو ته رسېدلی. د زياتو زړو کسانو د پالنې په موخه د چين دولتي شورا د اګست په ۲۱مه نېټه د يوې نوبتي غونډې په تر سره کولو سره د زياتو خدمتونو د برابرولو له لارې د اړوندو مصرفونو د هڅونې لارښوونه کړې ده.

په ياده غونډه کې دې ته اشاره شوې چې د اړتياوو سره سم زړو کسانو ته د خدمتونو برابرول په چين کې د زړو کسانو له مخ په زياتېدو او د زړو کسانو ژوند سويې د لوړولو لپاره يو مهم تدبير دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای