د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د خارجه وزارت مرستيال ښاغلي دېويډ هالې د اګست په ۲۱مه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو له خارجه وزيرانو سره د "C5+1" تر ميکانيزم لاندې خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه د تندو دروازو تر شا جوړه شوې ده. د قزاقستان د خبري اژانس په قول د سيمې په دننه کې د اقتصادي ثبات او همکاريزو اړيکو ساتل، د افغانستان سولې او د منځنۍ اسيا د امنيت تامينول د يادې غونډې عمده موضوعات دي. برخه والو خواوو په منځنۍ اسيا کې د بنسټيزو تاسيساتو د ګډې ابادۍ او د توکو د لېږد رالېږد په اړه خپلې علاقې هم ښودلې دي.
ښاغلي دېويډ هالې په ۲۰مه نېټه نورسلطان ته ورسېد او له قزاقستان څخه يې پر خپلې رسمي ليدنې پيل وکړ. د ده او د قزاقستان ولسمشر توکايف ترمنځ د کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت، د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ پياوړتيا او د افغانستان د بيا رغونې په شمول څو مسئلو يو د بل سره د نظريو تبادله وکړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |