CRI Online

د چین د خبریالانو ملي ټولنې د هانګ کانګ د ځینو خبریالانو ناوړه عمل وغانده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 11:03:38

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د چین د خبریالانو ملي ټولنې د روانې میاشتې په ۲۱مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هانګ کانګ د ځینو هغو خبریالانو ناوړه عمل وغانده چې په ۲۰ مه نیټه یې د هانګ کانګ د پولیسو ادارې په مقر کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ګوانګ دونګ ولایت د راډیو او ټي وي خبریالې چن شیاو چیان په عادي کارونو کې په زورسره لاسوهنه وکړه.

په یاده اعلامیه کې د هانګ کانګ د څو تنو خبریالانو هغه ناوړه عمل سخت غندل شوی او خبریالې چن شیاو چیان سره خواخوږي هم څرګنده شوې ده.

په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې خبریالان پراخ بشري او د ازادۍ حق او د مرکو او راپورتاژونو پوره حق لري. د هانګ کانګ د څو تنو خبریالانو د زور لاسوهنو د مطبوعاتو ازادي، دېموکراسي او قانون تر پښو لاندې کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای