CRI Online

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر له امريکا څخه بيا غوښتنه وکړه چې سمدلاسه پر تايوان د پوځي وسلو پلورل ودردوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 11:09:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند ما شياو ګوانګ د اګست په ۲۲ مه نېټه د امريکا پر تايوان F-16V جنګي الوتکې د پلورلو په اړه يو ځل بيا وويل چې امريکا د چين له سخت مخالفت سره پر تايوان د پوځي وسلو پلورلو ټينګار کړی. د امريکا دغه عمل د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، د يو چين پېژندنې د اصولو او د چين او امريکا د دری ګونو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده، د چين او امريکا تر منځ اړيکو، د تايوان تنګي د دواړو غاړو اړيکو او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته سخت زيانونه رسوي. موږ له امريکا څخه يو ځل بيا په کلکه غوښتنه کوو چې امريکا بايد سمدلاسه پر تايوان د پوځي وسلو پلورل لغوه کړي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ځواکونو سره د مرستې عملونه دې سمدلاسه ودروي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای