د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين د المان تر ټولو مهم سوداګريز همکار په توګه خپل مقام ساتلی او ورسره د سوداګرۍ ارزښت يې ۹۹ مليارډو يورو ته رسېدلی دی. چين ته د الماني شرکتونو صادراتي ارزښت ۴۷ مليارډو يورو ته رسېدلی او له چين څخه وارداتي ارزښت يې ۵۲ مليارډو يورو ته رسېدلی. چين له ۲۰۱۶ کال څخه تل د المان د تر ټولو مهم سوداګريز همکار دی.
د مالوماتو له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې چين، المان ته د صادراتو تر ټولو لوی هېواد دی او المان ته د صادراتو ارزښت يې ۵۲ مليارډو يورو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴٪ زيات شوی دی. هالند دوهم ځای نيولی او امريکا درېيم ځای نيولی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |