د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ډنمارک لومړۍ وزيرې مېتي فرېدريکسن د اګست په ۲۱ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه کپنهاک کې په يوه لنډه خبري ناسته کې په دې افسوس او حيرانتيا څرګنده کړه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته خپل سفر وځنډاوه چې د پلان له مخې دغه سفر به د راتلونکي سپتمبر په سر کې تر سره کېده.
هغې د دې تصديق کړی چې په امريکا کې د ډنمارک سفارت د روانې مياشتې د ۲۰ مې نېټې په شپه کې د ټرمپ د سفر اصلي پلان د لغو کولو په اړه د سپينې ماڼۍ خبرتيا تر لاسه کړې. په عين وخت کې هغې وويل چې د ټرمپ د سفر ځنډېدل به د دواړو هېوادونو تر منځ پر پخوانيو همکاريو او ديالوګ اغېزه و نه کړي. ډنمارک هيله ده چې له امريکا سره په شمالي قطب کې د فرصتونو او ننګونو په اړه سلامشورې او همکارۍ دوام ولري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |