د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې دفاع وزارت د اګست په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی وکړ چې د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو په حواله، روسيه به دغه هېواد ته په لوېديځه خوا کې له کړکيچنو حالاتو سره د مقابلې لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي.
ښاغلي شويګو په همدې ورځ په يوه غونډه کې وويل، اوس د لوېديځې سيمې سياسي او دفاعي حالات لا هم کړکيچن دي. ناټو په ختيځې اسيا کې خپل پوځي قوتونه پياوړي کړي، امريکا په پولنډ او رومانيا کې د توغنديو دفاعي سيستم ځای پر ځای کړی، له فنلند او سويدن سره د ناټو پوځي همکاري هم پراخه شوې ده.
هغه وويل، روسيه به د اوسنيو تهديدونو په وړاندې ډول ډول متقابل تدبيرونه ونيسي او د سږ کال تر پای مخکې به ۱۳۰۰ نوي پوځي سامان الات او لا زيات سرتيري به شاوخوا سيمې ته ولېږدوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |