CRI Online

برېتانيا او جرمني له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د با تړونه وتلو په اړه توپيرونه لري.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 15:35:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برېتانيا لومړی وزير بوريس جونسن د اګست په ۲۱مه نېټه برلين ته لاړ او د جرمني له صدر اعظمې انګيلا ميرکل سره يې خبرې وکړې. دواړو خواوو ګډه هيله وښودله چې برېتانيا دې د يو تړون په لاسليک سره له اروپايي ټولنې څخه ووځي، خو دواړه خواوې په دې اړه توپيرونه لا هم لري چې دغې موخې ته څنګه ورسېږي.

ښاغلي جونسن د دواړو خواوو په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې برېتانيا يو تړون غواړي، خو اوسنی تړون نشي منلای، په تېره بيا په دغه تړون کې "فالتو ترتيبات".

مېرمن انګيلا ميرکل په دغه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې فالتو ترتيبات يوازې يو فالتو انتخاب دی، باور من دی چې دواړه خواوې به په راتلونکو دوو کلونو کې د ستونزې د حل اخري لايحه ومومي. که برېتانيا او اروپايي ټولنه د دواړو خواوو ترمنځ راتلونکې اړيکې له سره وټاکي، نو د شمالي ايرلنډ او ايرلنډ ترمنځ سرحدي کنټرول او ادارې ته به هېڅ اړتيا موجوده نه وي. هغې هيله وښودله چې برېتانيا د يو تړون په لاسليک سره بايد له اروپايي ټولنې څخه ووځي، خو له اروپايي ټولنې څخه پرته له کوم تړون نه د برېتاينا د وتلو لپاره پر چمتوالي يې هم ټينګار کړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای