CRI Online

د نړۍ له ۵۰۰ ځواکمنو شرکتونو څخه ۴۹۰ يې په چين کې پانګونې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 15:36:29

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال چيان که مينګ د اګست په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، تر اوسه پورې د نړۍ له ۵۰۰ ځواکمنو شرکتونو څخه کابو ۴۹۰ په چين کې پانګونې کړې چې د عمومي شمېر ۹۸٪ يې نيولی دی.

له دې څخه د چين پر راتلونکي پرمختګ د دغو شرکتونو پوره باور څرګندېږي او د اقتصادي چارو د جهاني کېدو په بهير او د صنعت او ارزښت په نړيوالو ځنځيرونو کې د چين د برخې اخيستنې څرګندوی دی. چين به په پر له پسې اصلاحاتو او د پانګونې او سوداګرۍ په لا اسانه کېدو سره لا زياتې نړيوالې پانګونې ځان ته جلبې کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای