CRI Online

پوتين هيله لري چې د اروپايي ټولنې نوي مشران به په رغنده درېځ له روسيې سره تګ راتګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 15:43:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين فنلند ته د سفر په ترڅ کې د دغه هيواد په پلازمينه هلسينګي کې ويلي هيله ده چې د اروپايي ټولنې نوي مشران په رغنده درېځ له روسيې سره تګ راتګ وکړي.

پوتين د فنلند له ولسمشر ساولي نينيسټو سره تر خبرو اترو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې روسيې غواړي له اروپايي ټولنې سره هراړخيزې اړيکې اعاده کړي. روسيه به سينټ پټرسبورګ ته اروپايي سيلانيانو ته د برېښنايي ويزې وړيا ورکړي او دغه عمل به د سږ کال په اکتوبر مياشت کې تطبيق کړي. هغه وويل چې هيله ده چې لا زيات اروپايان به سينټ پټرسبورګ ته سفر وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای