CRI Online

د چين شانګهای د استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو لپاره ګامونه پورته کړي او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 16:29:28

شانکهای د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون مخکښ ښار دی او د باکيفيته پرمختګ لپاره يې په زياتو برخو کې نوښتونه کړي دي. د استعداد لرونکو کسانو چارې تل د شانګهای په پرمختګ کې مهم رول لوبوي او د دې ښار د ورخلاصون او ابادۍ لپاره يې مسلسلې انساني سرچينې برابرې کړې، شانګهای د استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو او منلو په اړه د نويو لارو چارو د موندلو په هڅه کې دی چې دا به د شانګهای لا چټک باکيفيته پرمختګ وهڅوي.

د ۱۹۹۰ کال د اپريل په اتلسمه نېټه د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د شانګهای د پو دونګ سيمې د ورخلاصون مهمه پريکړه وکړه چې دا د شانګهای د چټک پرمختګ مبدا ده او له امله يې پو دونګ سيمه د اصلاحاتو او ورخلاصون يوه کړکۍ وګرځېده. له تېرو ۲۹ کلونو راهيسې د پو دونګ نوې سيمې د توليداتو عمومي ارزښت د پخوا له ۶ مليارډو يوانو څخه تر اوسه تر ۱۰۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتی دی او د مالياتو عمومي ارزښت له يو مليارډ يوانو څخه تر ۴۰۰ مليارډو يوانو زيات شوی. د پو دونګ سيمې انکشاف او انکشاف او ورخلاصون شانګهای ته نوی پرمختيايي ځواک رسولی او شانګهای د دې سيمې د ابادۍ په رڼا کې يو نړيوال پولي، سوداګريز او اقتصادي مرکز ګرځېدلی دی.

(( د پياوړو استعداد لرونکو کسانو له لارې د پياوړي انکشاف هڅول ))، دغه نظريه د پو دونګ سيمې د ابادۍ په ټول بهير کې څرګنده شوې چې د استعداد لرونکو کسانو روزلو، راجلبولو او کارولو ته لومړيتوب ورکړل شوی. پو دونګ سيمې د ابادۍ او ورخلاصون په لومړنۍ موده کې د استوګنې ځای، عمر، د دندې د کچې او وخت او د شرکت د نوعيت په برخو کې محدوديتونه لغوه کړي او د علني سيالۍ او بازاري بحثونو په شمول يې په زياتو لارو چارو استعداد لرونکي کسان موندلي او منلي.

اوس په پو دونګ کې د استعداد لرونکو د راجلبولو وسيلې لا زياتې شوې. د روان کال په اپريل کې د پو دونګ د نړيوالو استعداد لرونکو کسانو بندر په رسمي توګه پرانيستل شو چې موخه يې د استعداد لرونکو کسانو لپاره د ډېرو ښو او لوړو موثرو خدمتونو برابرول دي. هغه بهرنيان چې په چين کې د کار غوښتنليکونه يې وړاندې کړي، په پنځو کاري ورځو کې د اجازې اړوند تشريفات تر سره کولی شي.

د شانګهای يو شرکت کارکوونکي ني ون جيا د نويو کارکوونکو د منلو چارو د تر سره کولو په حال کې دی. هغه وويل، چې د اصلاح شويو تدبيرونو له امله د استعداد لرونکو کسانو د جلبولو او منلو موثريت ډېر لوړ شوی.

(( د دغسې احساس، موثريت او خدمت تر اغېزو لاندې د هغو کسانو اندېښنې کمې شوي چې په چين کې د کار په اړه د تردد په حال کې دي. نو کله چې زموږ شرکت له دوی سره تماس نيسي، زموږ د بلنې د منلو امکان زيات دی. ))

پو دونګ سيمه د علمي تکنالوژۍ او مهمو صنعتونو د ډګرونو د ابادۍ، د کورنيو او بهرنيو استعداد لرونکو کسانو د راغونډولو او د استعداد لرونکو کسانو لپاره د بشپړو شرايطو د برابرولو په هڅه کې ده. پو دونګ د شانګهای له خوا د کارپوهانو د راجلبولو او د نوښت موندلو يوه نمونه ده. د شانګهای د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت ادارې مرستيال يو چنګ بين وويل،

(( استعداد لرونکي کسان زموږ لومړۍ سرچينه ده. شانګهای تل د استعداد لرونکو کسانو راجلبولو او روزلو ته په درنه سترګه ګوري او د دوی لپاره يې په شانګهای کې د خپلو چارو د جوړلو لپاره ډېرې ښې زمينې برابرې کړې.))

شانګهای په اګست کې يو مهم ګام پورته کړی. د چين کمونېست ګوند د شانګهای د دايمي کمېسيون غړي او مرستيال ښاروال چن يان وويل

(( د بېلا بېلو برخو د کورنيو او بهرنيو استعداد لرونکو کسانو د جلبولو لپاره مو ۱۲ فقره ييزه پاليسي خپره کړې. شانګهای به په راتلونکو پنځو کلونو کې د نوې سيمې د استعداد لرونکو کسانو او د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخو کې تر ۱۰۰ مليارډو زياته پانګونه وکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای