CRI Online

د چين خارجه وزارت: د يو مليارډ او څلور سوو مليونو چينايانو لومړنۍ غوښتنه د هانکانګ د ترينګلتيا او تاوتريخوالي درول او د نظم عادي کول دي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 19:12:56

د چين د خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د هانکانګيانو په ګډون د يو مليارډ او څلور سوو مليونو چينايانو لومړنۍ غوښتنه د هانکانګ د ترينګلتيا او تاوتريخوالي درول او د نظم عادي کول دي او لومړنۍ هيله يې د دغې سيمې د سمسورتيا او ثبات ساتل دي.

پدې وروستيو ورځو کې په بريټانيا، استراليا او يو شمېر نورو ځايونو کې ګڼ شمېر چيني اوسېدونکو او محصلينو د هانکانګ په اړه د چين حکومت له دريځ څخه د ملاتړ د څرګندولو په موخه لاريونونه کړي، د ځينو هېوادونو حکومتونه دا شک لري چې دغه لاريونونه په يادو هېوادونو کې چيني ارګانونو طرحه کړي. وياند ګنګ شوانګ په ياده مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه ځواب ورکړ چې په بهرنيو هېوادونو کې چيني اوسيدونکو او محصلينو د لاريونونو له لارې د خپل وطن له يووالي څخه ملاتړ څرګند کړی، د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د ساتلو غوښتنه يې کړې او له هغو کړنو سره يې مخالفت څرګند کړی چې له چين څخه هانکانګ جلا کول او د دغه هېواد د بڼې خرابول غواړي، دا ډېر معقول دي، موږ هيله لرو چې په بهرنيو هېوادونو کې چيني اتباع له وطن سره خپله مينه په عاقلانه توګه څرګنده کړي او خپل امنيت ته پام وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای