CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: هيله ده چې امريکا خپلې غلطې کړنې بندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 19:30:16

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د اګست په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي سلامشورې په اړه وويل، د دواړو خواوو تجارتي ډلو تل تبادله ټينګه ساتلې. سره له دې چې امريکا به د چين پر يو شمېر صادراتي توليداتو باندې د ګمرکي مالياتو زياتوالی د لنډمهال لپاره وځنډوي، خو له دې پرته د دې هېواد هر ډول نور نوي ګمرکي ماليات به هم د دواړو خواوو تجارتي اصطکاک سخت کړي او په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له ګډې موافقې څخه سرغړونه ده، نو چين ورسره کلک مخالفت کوي.

نوموړي وويل، د امريکا د ګمرکي مالياتو زياتوالی به د چين د صادراتو او اقتصاد لپاره ستونزې رامنځته کړي، خو لا اوس هم کنترولېدای. چين باور لري چې بېلابېلې ستونزې حل کړي او د دې هېواد د اقتصاد او بهرني تجارت سالم او ثابت پرمختګ وساتي. د امريکا اوسنۍ کړنې به نه يوازې د دواړو هېوادونو متقابلو ګټو ته زيانونه ورسوي، بلکې د نړۍ د اقتصادي شا ته غورځېدلو لامل به شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای