CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت له امريکا څخه وغوښتل چې سمدلاسه خپلې غلطې کړنې سمې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 20:40:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان په دې وروستيو ورځو کې د کومک پر ضد د امريکا د تدبيرونو په اړه حکم کړی دی. په دې اړه د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د اګست په ۲۲مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، دا څرګنده شوې ده چې امريکا د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده او له تجارتي مرستندويه تدبيرونو څخه يې ناوړه استفاده کړې ده. نوموړي له امريکا څخه وغوښتل سمدلاسه دې لازم تدابير ونيسي څو چې د چين د کومک پر ضد په پلټنه کې غلطې کړنې سمې کړي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د شخړو د حل څانګې د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د کومک پر ضد د امريکا د تدبيرونو په اړه د چين د استناف طلبۍ راپورونه تصويب کړل، او حکم يې وکړ چې د کومک پر ضد د امريکا ۱۱ تدبيرونه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو څخه سرغړونه ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای