د چين د ولسي انټرنيټ د خبر له مخې، د چين د شمېرنې ملي ادارې د اګست په ۲۲مه نېټه يو راپور خپور کړ چې نوم يې دی ( د چين عمومي نفوس د ثابت پرمختګ په حال کې دی او د خلکو کيفيت په ښکاره توګه لوړ شوی دی.) په دغه راپور کې ليکل شوي چې د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې، د چين عمومي نفوس له چټک پرمختګ څخه ثابت پرمختګ ته بدل شوی او د خلکو کيفيت په ښکاره توګه لوړ شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په ۱۹۴۹م کال کې د چين عمومي نفوس ۵۴۰ مليونه و او تر ۲۰۱۸م کال پورې دغه شمېر ۱مليارډ او ۴۰۰ مليونو ته نژدې شوی دی چې د دغه شمېر د زياتوالي کلنی انډول په سلو کې يو اعشاريه څلور دی. زيات عمومي نفوس د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره د کار ارزښتناک ځواک برابروي. په دغه راپور کې راغلي چې اوسمهال چين د نفوسو د جوړښت د زړښت په شمول له يو لړ ننګونو سره مخامخ دی او د نفوسو پرمختګ په کليدي حال کې دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |