CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په امنيت شورا کې د منځني واټن ويشتونکو توغنديو د مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 11:09:59

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي شټېشن د خبر له مخې، د م م امنيت شورا پر ځايي وخت د اګست په ۲۲مه نېټه د منځني واټن ويشتونکو توغنديو د مسئلې په اړه يوه خلاصه ناسته جوړه کړه. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دغه ناسته کې ګډون درلود او د چين دريځ يې بيان کړ. دغه ناسته د روسيې د غوښتنې له مخې او د چين په ملاتړ سره تر سره شوه.

استازي جانګ جون په دغه ناسته کې وويل، چې د امريکا او د پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د منځني واټن ويشتونکو توغنديو تړون چې په ۱۹۸۷م کال کې لاسليک شوی، د نظامي کنترول او د نظامي تجهيزاتو او وسلو د کمښت په برخو کې يو مهم تړون دی. له دې امله چې امريکا په يواړخيزه توګه له ياد تړون څخه وتلې، نو دغه تړون هم له اعتباره ولوېده. دا به د نړيوالو ستراتيژيو پر برابرۍ او ثبات، د اروپا او اسيا او ارام سمندر سيمې پر امنيت او د نړيوال نظامي کنترول پر سيستم باندې ژورې منفي اغيزې ولګوي، نو نړيواله ټولنه دې په دې اړه د هوښيارۍ فکر وکړي. چين څو څو ځله د ياد تړون په اړه خپل دريځ بيان کړی او دا د منلو وړ نه ده چې امريکا د چين په پلمه له ياد تړون څخه وتلی، او چين د امريکا بې بنسټه نيوکه ردوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای