CRI Online

د سريلانکا ولسمشر يو ځل بيا د شينجيانګ مسئلې په باب د چين د دريځ ملاتړ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 11:10:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا ولسمشر مايتريپالا سيريسينا د اګست په ۲۱مه نېټه په کلمبو کې په دغه هېواد کې د چين له لوی سفير چنګ شيو يوان سره د ليدنې په وخت کې يو ځل بيا دا تائيد کړه چې سريلانکا د شينجيانګ مسئلې په چين د دريځ او له ترهګرو او افراطيانو سره په مبارزه کې د چين د عملياتو او تدابيرو ملاتړ کوي.

ښاغلي چنګ شيو يوان وويل، چين د شينجينګ مسئلې په باب د سريلانکا د عيني او عادلانه دريځ هرکلی کوي.

دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې چين او سريلانکا د بهرنيو قوتونو له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي چې د ديموکراسۍ او بشري حقوقو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي. هيله لرو چې دواړه هېوادونه په دوامدار ډول په نړيواله صحنه کې خپلمنځي تګ راتګ زيات او پياوړی کړي، د مرکزي ګټو په ساحه کې به د يو بل څخه ملاتړ وکړي او په ګډه سره به د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو کار پر مخ يوسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای