CRI Online

د کوريا جمهوريت پريکړه کړې چې له جاپان سره به د نظامي استخباراتو د ساتنې تړون لاسليکولو ته دوام ورنه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 11:11:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت حکومت د اګست په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ چې له جاپان سره به د نظامي استخباراتو د ساتنې تړون لاسليکولو ته دوام ورنه کړي. د جاپان حکومت په همدې ورځ له ډيپلوماتيکې لارې چارې د کوريا جمهوريت حکومت ته خپل احتجاج وړاندې کړ.

د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ چيون وا دای د امنيت ساتنې دفتر يو چارواکي څرګنده کړه چې جاپان د روانې مياشتې په ۲مه نېټه د دقيقو شاهدو د نشتوالي په حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کموالي له امله د رامنځته شويو امنيتي مسئلو په پلمه د سوداګرۍ له سپين ليست څخه د کوريا جمهوريت نوم پاک کړ. په دې مناسبت د امنيت د ساتنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاريو چاپيريال بدل شوی دی، نو د کوريا جمهوريت په دې نظر دی چې په ياد حال کې د ياد تړون لاسليکولو ته دوام ورکول د خپل هېواد له ګټو سره سمون نه خوري. د کوريا جمهوريت به د دغه تړون له مخې په ټاکل وخت کې له ډيپلوماتيکې لارې چارې جاپان ته خپله پريکړه اعلان کړي.

وروسته تردې چې د کوريا جمهوريت پريکړه تر لاسه کړه، د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو کونو په همدې ورځ په خپل هېواد کې د کوريا جمهوريت لوی سفير احضار کړ او ورته يې احتجاج وړاندې کړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای