د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ د ملکي هوايي چارو څو ټولنو د اګست په ۲۲مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د هوايي ډګر د بندولو نيت په تور لاريون کوونکي وغندل او له ښاريانو څخه يې وغوښتل چې په ناقانونه کړنو کې ګډون و نه کړي او د هانکانګ د خاصې ادارې ناحيې له حکومت څخه يې د هوايي ډګر د د امن او آرامۍ د ساتنې لپاره د تدبير نيولو غوښتنه هم وکړه.
ځينو لاريون کوونکو په انټرنيټ کې دا ويلي دي، چې دوی به د اګست په ۲۴مه نېټه يو ځل بيا د هانکانګ نړيوال هوايي ډګر بند کړي او د مالونو لېږدولو کار به زيانمن شي. د ملکي هوايي چارو ۷ ټولنو د دې کړنو سخته غندنه وکړه او په جدي ډول يې له لاريون کوونکو څخه وغوښتل چې له دې پلان څخه لاس واخلي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |