CRI Online

شي جين پينګ د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ ۱۲م نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 16:01:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ ۱۲م نندارتون د اګست په ۲۳مه نېټه د جي لين ولايت په مرکز چانګ چون ښار کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ د مبارکۍ په دغه پيغام کې ليکلي چې شمال ختيځه اسيا د نړۍ له ډېرو طاقتور سيمو څخه يوه ده. همدارنګه، د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي د دې سيمې د همکاريو د ژورتيا او پراختيا لپاره نوی خوځنده ځواک وړاندې کوي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې اوسمهال د دې سيمې د همکاريو د پياوړتيا لپاره شرايط د زياتېدو په حال کې دي. له دغه نندارتون څخه چې سرليک يې دی ( د متقابل باور او همکاريو د پياوړتيا پر اساس د شمال ختيځې اسيا ښه راتلونکې پرانيستل کېږي)، د دې سيمې د سمسورتيا او پرمختګ په اړه د بېلا بېلو خواوو ښه نيتونه څرګندېږي. هيله ده چې د مختلفو هېوادونو د حکومتونو، ارګانونو او تصديو استازي د دغې صحنې له لارې ګډې نظريې راغونډې کړي، همکارۍ پياوړې کړي، ښې پايلې ولټوي او په ګډه د دې سيمې ښه راتلونکې پيدا کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای