CRI Online

د چين او روسيې د ماليې وزيرانو ترمنځ په ۸م ډيالوګ کې څلور ياددښتونه لاسليک شول

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 16:04:11

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين او روسيې د ماليې وزيرانو ترمنځ اتم ډيالوګ د اګست په ۲۲مه نېټه د روسيې په مسکو کې تر سره شو. دواړو هېوادونو د دغه ډيالوګ په ترڅ کې څلور ياددښتونه لاسليک کړل.

د چين د ماليې وزارت معين ځو جيا يي او د روسيې د ماليې وزارت معين سيرګي سټورچاک د چين او روسيې د محاسبې د قواعدو د همکاريو ياددښت او د چين او روسيې د تفتيش د څارنې د همکاريو ياددښت لاسليک کړل. دغه راز، دواړو خواوو د چين د مالي اکاډمۍ او د روسيې د فدرالي ماليې وزارت د مالي اکاډمۍ ترمنځ ستراتيژيک همکاريز تړون او د حکومت او ټولنې د سرمايو د همکاريو په اړه د چين د ماليې وزارت د مرکز او د حکومت او ټولنې د سرمايو د همکاريو په اړه د روسيې د مرکز ترمنځ همکاريز ياددښت لاسليک کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای